له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Jan 30 2023 10:03 AM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان ولایت د اصحاب الصفه له دیني مدرسې څخه د ۳۶۰ تنو د فراغت په مناسبت د ولایت د والي، د پوهنې ریاست د رهبري پلاوي، د ملکي او نظامي ادارو د نورو مسوولینو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه شوه.
د لغمان والي فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د دیني مدرسو په جوړولو سره نوی نسل د دیني علومو له نعمته برخمن کړي.

کابل

د OCCD موسسې مسوولینو خپل درې نوي ګمارل شوي کسان یې د سیمه ییز کارکوونکي په توګه د چارو د همغږۍ په موخه د کابل د موسهي ولسوالۍ د پوهنې آمریت کارکوونکو ته ور وپېژندل.
د دې ولسوالۍ د پوهنې او د څارنې آمرینو د يادې شوې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له دوی سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر په سويډن کې د قران کريم د یوې نسخې د سوځولو له امله د دغه ولايت د خلکو په اعتراضيه لاريون کې، چې د دغه رياست له ګڼ شمېر کارکوونکو سره يې ګډون کړى و، نوموړي قرآن کريم یې د اسلام د مبارک دین یو نافذ شوی قانون وباله.
نوموړي د دایکندي ولایت د مسلمان او مجاهد ولس د ارادې او پیوستون قدرداني وکړه.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت د اورمړو ولسوالۍ د پوهنې او څارنې آمرینو د دې ولسوالۍ په واصل خېلو کلي کې، چې د یونیسف او CBS سیمه ییزې موسسې فعالیت لري د دغو سیمه ییزو ښوونځیو تدریسي او اداري چارې وڅارلې او د ښوونې او روزنې د بهیر د ښه والي په موخه یې له قومي مشرانو سره هم وکتل.

فراه

د فراه د پوهنې ریاست کې په دې وروستیو کې د نویو ګمارل شویو کسانو څخه عبدالکریم ریحان د مالي او اداري د عمومي مدیر په توګه، محمد قاسم د معاشاتو د مدیر په توګه او قاري حبیب الرحمن کریمي د دغه ولایت د پوهنې ریاست د سکرتر په توګه ټاکل شوي او د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS