د کندهار او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Feb 06 2023 1:55 PM
د کندهار او لغمان له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد او د دې ولایت د پوهنې له رئیس مولوي شاه جهان ساجد سره یو ځای د معروف خیلو له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو تدریسي بهیر د ارزونې په ترڅ کې یې او د یادې مدرسې اداري او تدریسي چارې مثبتې وارزولې او له مسوولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د زده کوونکو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې لا هڅي وکړي.

په لغمان ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د سلطان غازي او  مهترلام بابا د ښوونځیو لپاره ۳۰۰ پایې میزونه او څوکۍ مرستې وکړې.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه د يادې شوې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه: د دې مېزونو او څوکيو د په ورکړې سره به د يادو دوو ښوونځيو د زده کوونکو ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي.

نور خبرونه

د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه رياست په انګړ کې د نيالګيو په ايښودلو سره د دغه ولايت په ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو کې د نيالګيو د ايښودلو کمپاين پيل کړ او د پوهنې له ټولې کورنۍ يې وغوښتل،ترڅو يو نيالګی د ځان لپاره او یو نیالګی د هېواد د سمسورتیا لپاره په خپلو شاوخوا کرنیزو سیمو کې وکري.

کندهار

د کندهار ښار د تعلیمي څارنې آمر حافظ مولوي محمد عثمان روحاني د دغه ولایت د خیرآباد لېسې له تدریسي، اداري، لابراتوار او کتابتون څخه لیدنه وکړه او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د استادانو او مسوولینو کړنې وستایلې.

د یو بل خبر له مخې

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي مجيب الله سعادت د دې ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځيو له مسوولينو سره غونډه وکړه.
لومړی یې د ګډونوالو ستونزې او شکایتونه واورېدل او بیا یې د کارکوونکو په ورځنيو چارو کې د اصولي کړنو، ښه چلند او اخلاص په اړه خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS