له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Wed, Feb 08 2023 2:17 PM
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

کندز

د اکتید ښوونیزې موسسې په مرسته د اصحاب الصفه د یتیم خانې له ۲۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ته کتابچې ووېشل شوې.
د کندز د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر قاري رحیم ګل احمدي له پوهنې سره د مرستندویو بنسټونو له مرستو څخه مننه وکړه او د دوی د لا زیاتو مرستو هیله یې وکړه.

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست د سيمه ييزو ارګانونو د نظامي او ملکي ادارو د مسوولينو په حضور کې د هغو ٤٣ ښوونکو د خدمتونو د ستاينې په موخه غونډه وکړه چې د پوهنې وزارت له خوا ستاينليکونه ورکړل شوي وو.
ګډونوالو د علم او پوهې په ارزښت او په ټولنه کې د استاد پر مقام خبرې وکړې او ممتازو استادانو ته یې مبارکي وویله.

پکتیکا

په پکتیکا ولایت کې د یونسکو ادارې په ملاتړ د سواد زده کړې د ټولګیو د ۱۱۷ تنو ښوونکو لپاره ۷ ورځنی ښوونیز سیمینار پای ته ورسید.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي میرزا علي خان سعید د دغه سیمینار له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل، چې د سیمینار له علمي محتوا څخه ګټه پورته کړي.

جوزجان

د جوزجان د پوهنې رياست مسوولين وايي: د اکتید موسسې په مالي مرسته د دغه ولايت د منګجیک ولسوالۍ د ٢٢ ښوونځيو ښوونکو ته اته ورځنى ښوونيز سيمينار په لاره واچول شو.
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد وويل، چې د دغه ښوونيز پروګرام له جوړېدو څخه يې موخه د تدريس د مېتودونو او د ارواپوهنې په برخه کې د ښوونکو د ظرفيتونو لوړول دي.

ننګرهار

د پسرلي موسم په رارسېدو او د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د جلال اباد ښار د الایي لیسې یو شمېر زده کوونکو د خپل ښوونځي د انګړ د ښکلا په موخه د یادې لېسې ادارې ته یو شمېر زینتي بوټي او ګلدانونه ډالۍ کړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS