له کندهار پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Feb 09 2023 11:33 AM
له کندهار پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ خبرونه

 

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د سواد زده کړې له کورسونو څخه ۸۲ تنه بې سواده او کم سواده هېوادوال له ویلو او لوستلو څخه وروسته فارغ شول.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر مفتي احمد سعيد د دوى د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او له هغوى يې وغوښتل، چې په دې زده کړو باندې بسنه ونه کړي او د لا زياتو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

همدارنګه:

د پلان له مخې د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر د شاه وليکوټ جهادي مدرسې د اداري او تدریسي اسنادو د کتلو پر مهال د یاد مدرسې له ښوونکو سره ناسته وکړه او هغوی یې کار او خدمت کولو ته وهڅول.

په یوه بل خبر کې:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د مقررې له مخې د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د پنځم او شپږم بستونو ۲۸ تنه کارکوونکي د ولایت د مقام او د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د پلاوي په حضور کې معرفي شول.

په یوه بل خبر کې:

په دې وروستيو کې چې ندا محمد د کندهار ولايت د سيدجمال الدين افغان لېسې د تدریسي مدير په توګه مقرر شوی و، د ياد ریاست د څارنې د عمومي مدير مولوي محمد فاروقي له خوا د دې لیسې ښوونکو ته وروپېژندل شو.

د نورو خبرونو له مخې:

په کندهار ولايت کې د قبایلو د لېسې د څلور نيم مياشتنیو ازموینو د پايلو د اعلان په مناسبت يوه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لیسې آمر او نورو استادانو فارغینو او د هغوی کورنیو ته د فراغت مبارکي وویله او له فارغانو یې وغوښتل چې د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS