له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Feb 27 2023 12:39 PM
قسمتی از فعالیت های معارف در مرکز و ولایات

لغمان

 د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمر د دغه آمریت له کارکوونکو سره ناسته وکړه او په یاده ولسوالۍ کې یې د اداري اصولو له مخې د ورځنیو کړنو او نورو اړوندو مسایلو په باب خبرې وکړې.

کابل

 د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې او تعلیمي څارنې آمرینو د یونیسف او OCCD د سیمه ییزو دفترونو له استازو سره وکتل او د یادو دواړو بنسټونو ترمنځ د ستونزو د حل او د لازیاتې مرستې په باب یې خبرې وکړې.

د يو بل خبر له مخې

 د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ د پوهنې آمر په دې ولسوالۍ کې د PIN موسسې له روزونکي خالد غني سره وکتل او د ګډو فعاليتونو، د سيمينارونو په جوړيدو او نورو اړوندو موضوعاتو يې ټينګار وکړ.

بادغیس

په بادغیس ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د پوهنې ریاست لپاره ۴۵ خیمې مرستې وکړې.
 د دغه ولايت د ښوونې او روزنې آمر د يادې شوې ادارې ستاينه وکړه او د بادغيس ولايت د ښوونې او روزنې د لا پياوړتيا په برخه کې يې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو او ۲۲ ولسواليو له آمرینو سره ناسته وکړه او د تېرې يوې مياشتې کاري راپورونه يې واوريدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS