له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Sun, Apr 09 2023 9:11 AM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بلخ
د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د امير علي شير نوايي منځني ښوونځي د حلقوي دېوال د جوړولو په اړه مشورتي غونډه د يادې شوې پروژې له انجنيرانو سره د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه.

د چاهی ولسوالۍ د پوهنې آمر د پوهنې آمریت له مسوولینو، ولسوال او د دې ولسوالۍ د امنیتي ادارو له مسوولینو سره په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د جوړولو او فعالیتونو په باب مشورتي ناسته وکړه.

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د ملا افغان منځني ښوونځي له درسونو څخه څارنه وکړه.
نوموړو د ښوونځي له مسوولینو سره له نږدې خبرې وکړې او د هغوی ستونزې یې واوریدې.


فراه
دفراه ولایت په مرکز کې د ابونصر فراهي لېسې زده کوونکو د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم وکړ او د هېواد د پرمختګ او سرلوړۍ او د پوهنې د پرمختګ لپاره یې دعا وکړه.
د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د زده کوونکو دغه نیک اقدام وستايه.

هلمند
د هلمند ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ له ښوونځیو او دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د شهید سردارولي له منځني ښوونځي څخه هم لیدنه وکړه، ځکه دغه ښوونځی د وروستیو سیلابونو له امله ویجاړه شوې وه. د کتنې ترڅنګ د درسي ټولګیو لپاره یې تورې تختې، غالۍ او کتابچې ووېشلې او د بیارغاونې په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لغمان
د لغمان د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر او ورسره مل پلاوي د  ASDOموسسې له مسوول سره یو ځای د شمسه خېلو او انجیل کلي له ښوونځیو او د فراشغان له پنځو سیمه ییزو ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د پوهنې د بهیر د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS