د کاپیسا او پنجشیر له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

media-moe
Sat, Apr 15 2023 8:56 AM
د کاپیسا او پنجشیر له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه

کاپیسا

د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني او ورسره مل پلاوي د عبدالله ابن مسعود (رض)، شهید مولوي ګل محمد حنیف یار او د عبدالله ابن مسعود (رض) الحاقیه مدارسو د ښوونیزو فعالیتونو څارنه وکړه.
 د دغو دیني بنسټونو مسوولینو ته د لازمو مشورو ورکولو ترڅنګ ممتازو زده کوونکو ته د کتابچو په ډالۍ کولو سره وستایل شول.

کاپیسا

په دې وروستیو کې توریالی د عنایت الله شهید لېسې د آمر په توګه او خواجه افضل د دې ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ د محمد طاهر شهید لېسې د آمر په توګه وټاکل شول.
 نوموړي د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو او د قومي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
 دواړو آمرینو ژمنې وکړې چې د هېواد د ماشومانو لپاره د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو او اسانتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې به لا ډېرې هڅې وکړي.

کاپیسا

د کاپيسا پوهنې رياست مسوولين وايي: د دغه ولايت ښوونځيو ته يې د درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
 د دوى په وينا: دغه پروسه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي او د يو شمېر سيمه ييزو ادارو د استازو په ګډون پرانيستل شوه او ښوونځيو ته يې د لېږد پروسه په رسمي ډول پيل کړه.
ويل کيږي چې دغه کتابونه د هېواد په دوو ملي ژبو (دري او پښتو) کې چاپ شوي دي، چې له لومړي څخه تر لسم ټولګي پورې شامل دي.

پنجشیر

د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس ویلي دي: هغه٢٠ زره او ٤٤٠ ټوکه درسي کتابونه چې له وړاندې د پوهنې وزارت له خوا د دغه رياست د اسلامي زده کړو آمریت ته ليږل شوي وو د دې ولایت د مرکز او ولسواليو په ګډون په ټولو ديني مدارسو ووېشل شول .
نوموړی زياتوي: ياد شوي درسي کتابونه ٥٣ بېلابېل عنوانونه لري، چې د دې کتابونو په ورکړې سره به د هغو دیني مدارسو ستونزې هوارې شي، چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو.

د پنجشير د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر الحاج مولوي مفتي جواد د دغه ولايت د ديني مدارسو له مسوولينو سره مشورتي غونډه وکړه .
نوموړي زياته کړه: د دې غونډې له جوړېدو څخه يې موخه د دغه ولايت د مدارسو او دارالعلومونو د اداري او تدريسي چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د لازمو اقداماتو ترسره کول دي.
همدارنګه د نويو تشکیلاتو، د ښوونیزو اسانتیاوو، د نویو زده کوونکو د جذبولو او د راپورونو او کاري پلانونو د تنظیم پر څرنګوالي هم بحث او پرېکړې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS