له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Wed, Apr 19 2023 10:04 AM
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

غزني
د غزني پوهنې ریاست د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مرسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د خیمو، ښوونیزو، روغتیايي او ورزشي کڅوړو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د غزني د پوهنې رئيس مولوي ميرنصير احمد حسيني د يونيسف له دوامدارو مرستو څخه مننه وکړه.

د یو بل خبر له مخې
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر مولوي نعمت الله شاکر له مل پلاوي سره د شینکۍ له منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
 په دې کتنه کې نوموړي د پوهنې ریاست د اداري اسنادو ترڅنګ د پوهنې ریاست روزنیز پلانونه او پروګرامونه و ارزول او د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه یې د ښوونځي مدیر او ښوونکو ته لازمې لارښوونې او مشورې وکړې.

بدخشان
د بدخشان د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال تر څارنې لاندې د اطلاعاتو فرهنګ، کلیو پراختیا، اقتصاد، تخنیکي او مسلکي زده کړو، المپیک یاستونو او د مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
د بدخشان پوهنې رئيس د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو له مرستو څخه مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د دغه ولايت د پوهنې له رياست سره د پوهنې وزارت له اصولو او شویو هوکړه لیکونو سره سم مرستې وکړي.
 د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو مسوولینو هم د غونډې ګډونوالو ته د خپلو فعالیتونو د وړاندې کولو په ترڅ کې د پوهنې په برخه کې د خپلو اوږدمهالو همکاریو په باب معلومات ورکړل.

هلمند
د هلمند ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د عبدالصمد روحاني لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه د څارنې ترڅنګ د یاد ښوونځي له کتابتون، لابراتوارخوني او ګدام څخه هم لیدنه وکړه.

کاپیسا
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر استاد خان آغا هارون د عبدالمبین شهید لېسې د تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه، استادان یې وهڅول، چې د هېواد بچیانو ته په سمه توګه زده کړې ورکړي او پر زده کوونکو یې غږ وکړ، چې د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS