د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او فرشونو مرسته وشوه
د یونیسف سیمه ییز دفتر د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او فرشونو مرسته وکړه.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس د یونیسف مؤسسې له مرستو څخه د مننې پر مهال وویل، چې په دې مرستو شویو توکو کې ۳۸۵ کارټنه قرطاسیې، ۷۶ فرشونه شامل دي، چې د پلان او سهمیې سره سم به د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په آمریتونو ووېشل شي.
