د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئيس د نهمو او دولسمو ښوونيزو حوزو د فعاليتونو ارزونه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئيس مولوي غلام ربي رباني د دې څانګې له آمر عبدالتواب رٶف سره يو ځاى د کابل ښار د نهمو او دولسمو ښوونيزو حوزو پورې اړوند د څارنيز ټيم د فعاليتونو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه.
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس د دغه ریاست د پروګرامونو او پلانونو د عملي کولو په برخه کې څارنه او کنټرول یو له مهمو عناصرو څخه وباله.
نوموړو له ښوونځیو څخه د خپلو لیدنو په لړ کې دا ځل د کابل ښار د مومند لېسې له مدیر، استادانو او زده کوونکو سره د درسي پرمختګونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هر ډول مرستو ژمنې يې ورسره وکړې