له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې لنډ خبرونه
د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د ښوونیز وضعیت د څېړلو په موخه جلریز ولسوالۍ ته د کاري سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له چارو څخه څېړنه وکړه.
د پوهنې وزارت د اسلامې زده کړو معینیت د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دینې مدارسو د حفظ دورې لپاره له ۹۶ تنو نوماندانو څخه چې ۱۷ تنه یې انجوني وې ازموینه واخیسته
د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس د بهسودو ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په لړ کې د پوهنې له مسئولینو سره لیدنه وکړه.
نوموړي د آمریت له مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې په پرمختګ او د پوهنې وزارت د مشرتابه د احکامو په عملي کولو کې تر بل هر وخت ډېر کار وکړي.
په میدان وردګ ولایت کې د غلام دستګیر خان د کورنۍ له لوري د چک ولسوالۍ غازی مؤمن خان ښوونځي له ادارې سره د پرنټر، سولر، اداري چوکۍ او تختو مرسته وشوه.
