د بادغیس ولایت په ښوونځیو کې اووه بابه پروژې پيل شوې
د بادغیس ولایت په بالامرغاب، قادس ولسوالیو او دیاد ولایت مرکز اړوندو ښوونځیو لپاره، د اوو تشنابونو جوړولو، د څښاک پاکو اوبو د څاګانو کیندلو او د سولر سیستم نصبولو پروژې، د پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان، د همکارو بنسټونو استازو او یو شمېر علماو او قومي مخورو په حضور کې پیل شوې.
د یادو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۲۴۱ زره ۹۷۵ افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې په برخه کې د د همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو عملي چارې به په شپږو مياشتو کې د چکاب ساختماني شرکت په واسطه بشپړې شي.
