د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د کابل ولایت له امام ابو حنیفه(رحمة الله علیه) له دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Aug 28 2023 10:30 AM
zcxvb

د پوهنې وزارت داسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي، په داسې حال کې چې يو شمېر علماوو او مسؤلينو يې هم ملتيا کوله، د کابل ولایت له امام ابو حنیفه(رحمة الله علیه) دارالعلوم څخه ليدنه وکړه. 
د دارالعلومونو رئیس د یاد دارالعلوم ښوونیز وضعیت له نیږدې وڅېړه او له مسئولینو او زده کوونکو سره یې د هغوی د فعالیتونو د پرمختګ، درسي پلانونو، نیمګړتیاوو او ننګونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د استادانو درناوی وکړي او د یاد ښوونیز بنسټ د کتابونو او وسایلو څخه ساتنه وکړي.
د کتنې په دوام د پوهنې وزارت پلاوي د مسئولينو او زده کوونکو وړانديزونه، نظريې او ستونزې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.
په پای کې یاد پلاوي، له درسي خونو، اداري خونو او د زده کوونکو لیلیې څخه هم لیدنه وکړه او د وضعیت د لاښه والي په موخه یې، مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS