د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Sep 02 2023 2:23 PM
123

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولایت سنچارک ولسوالۍ د "ګذر" د نجونو ښوونځي د ودانۍ د چارو د کتنې پر مهال، له ځايي علماوو او مشرانو سره وکتل او د پوهنې ریاست د پرمختیايي پروګرامونو په تړاو یې هغوی ته معلومات ورکړل.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست په یاد ولایت کې د دیني مدارسو د ۱۱۸۰بستونو د ډکولو په موخه، د ډله ییزو آزموینو پروسه ترسره  او له وړ نوماندانو څخه یې آزموینه واخیسته، ترڅو په یادو بستونو کې وړ کسان د استادانو په توګه وګمارل شي.
ویل کېږي، چې د اسلامي زده کړو بنسټونو د سل زرو منظورشوو بستونو له جملې یې د غزني پوهنې ریاست لپاره دوه زره بستونه ځانګړي شوي دي.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري، د خانشين ولسوالۍ د ښوونځيو له زده کوونکو او ديني علماووسره وکتل او له هغوى سره يې د پوهنې اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ننګرهار

د هېواد په ګرمو ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم، د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د کورنیو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام په لاره اچولی او له هغوی یې غوښتي، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د یو بل خبر له مخې:

د همدې ولايت په اچين ولسوالۍ کې يو خيريه بنسټ، له لومړي څخه تر درېيمو ټولګيو زده کوونکو ته لاسي کتابونه او يو شمېر نور ښوونيز توکي ووېشل.
دننګرهار پوهنې ریاست له دغو مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: یاده اداره په پام کې لري، چې د مرستو دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS