د ولایتونو له ښوونیزو فعالیتونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
Wed, Sep 06 2023 1:55 PM
123

بلخ

د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهید خېل، د دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو له آمرینو، مديرانو او کارکوونکو سره په کتنه کې، د یاد ولايت د ښوونیزو بنسټونو په تدريسي او اداري څانګو کې د اصلاحاتو په راوستلو ټينګار وکړ. 
د بلخ پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د حکمونو، قوانینو او کړنلارو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د څو قراردادي بستونو د ډکولو په موخه، د یوې ډله ییزې آزموینې په ترڅ کې له ۳۵ نوماندانو څخه آزموینه واخیسته او هغه کسان چې معیاري نمرې تر لاسه کړي په یادو قردادي بستونو کې به د کاروکوونکو په توګه و ګمارل شي.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولايت په اليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو د بيارغونې له چارو څخه څارنه وکړه.
باید وویل شي، چې په لغمان ولایت کې یو خیریه بنسټ د دوه میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو د ودانیو د ترمیم چارې پیل کړې دي.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولايت مرکز بازارک او عنابه ولسوالۍ اړوند له پنځه بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه او د تدریس د کيفيت پرلوړولو يې ټينګار وکړ .

کاپیسا

 د کاپیسا ولایت د غازي میر مسجدي خان او شېرخان خېلو لېسو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی (صلي الله علیه وسلم) سیالۍ چې په دې وروستیو کې ترسره شوې، پایلې یې اعلان او په ترڅ کې یې غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS