د ولایتونو ښوونیزو کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Thu, Sep 07 2023 8:22 AM
12

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولایت د جوګي قوم د ماشومانو لپاره، د سواد زده کړې د کورسونو له فعالیتونو څخه څارنه وکړه.
  نوموړي د يادو ټولګيو د زده کوونکو پر سالمې روزنې د ټينګار ترڅنګ، د ښوونيزو توکو په وېشلو سره هغوى زده کړو ته وهڅول.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رياست له یو شمېر نوماندانو څخه ډله ييزه آزموينه واخيسته.
په پام کې ده، د دوی له ډلې ۵۰ تنه هغه نوماندان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولايت په خصوصي ديني مدارسوکې به د استادانو په توګه وګمارل.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت مرکز اړوند د یو شمېر ښوونځیو او دارالاېتامونو فعالیتونه له نیږدې وڅېړل او د یادو ښوونیزو بنسټونو ستونزې یې را ټولې او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یوې ډلییزې آزموینې په ترڅ کې، له ۴۵۰ نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته. 
د آزموينې کمېټه په پام کې لري چې د یاد ولايت په لېرې پرتو ښوونځيو کې ١٥٠ هغه کسان وګماري چې د دې پروسې شرايط يې پوره کړې وي.

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په خصوصي مدارسو کې د ۱۷۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه، د ډله ییزې آزموینې پروګرام پیل کړ؛ ترڅو وړ کسان په دندو وګمارل شي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS