د هېواد مدارسو لپاره د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د بستونو وېش کمېټې کاري غونډه وکړه

media-moe
Tue, Oct 24 2023 11:33 AM
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ د دیني مدارسو لپاره د بستونو د وېش کمېټې مشورتي غونډه، په داسې حال کې چې د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل او د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد پکې ګډون درلود، جوړه شوه.
په پيل کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د هېواد دیني مدارسو لپاره د بستونو د وېش د معیارونو په اړه خبرې وکړې او په یاده برخه کې یې د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه، تر څو د مدارسو اړتیاوو ته په کتو سره لازم تصمیمونه ونیول شي. 
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره د خالي بستونو پر ځانګړي کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د لازمو تصمیمونو په نیولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS