د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين د کابل له ج/هادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Dec 26 2023 11:30 AM
11

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل نن سهار د کابل ولایت د ج/هادي مدرسې له آزموینو څخه د لیدنې او څارنې په موخه له يادې مدرسې څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت پلاوى مدرسې ته په ننوتلو سره د مسئولينو، استادانو او زده کوونکو له لوري د تود هرکلي سره مخامخ شو.

ورپسې د ياد وزارت معين په هغه غونډه کې چې د مدرسې مسئولینو او استادانو پکې حضور درلود، ګډون وکړ.

د يادې مدرسې مهتمم د پوهنې وزارت معين ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنې وزارت تر مشرۍ لاندې يې د يادې مدرسې د کارونو او کړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

همدانګه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معين د دغه مدرسې د طلابو د آزموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، تر څو خپل درسونه د آزموینو په خاطر نه، بلکې د زده کړو د کچې د لوړولو په موخه تعقیب کړي.

دغه راز نوموړي د ورسپارل شویو دندو لاښه والي په موخه، د زده کوونکو نظریات او ستونزې واوریدې او د حل په اړه یې ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS