د کابل ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د سیرت النبی «صلي الله علیه وسلم» د سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
Mon, Jan 01 2024 12:53 PM
12

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد «صلي الله علیه وسلم» د سیرت سیالۍ، چې څه موده وړاندې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې؛ نن یې پایلې د پوهنې مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
یاده غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پغمان ولسوالۍ د ښوونیزې څارنې آمر د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د یادو سیالیو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال د پغمان ولسوالۍ پوهنې آمر انجنير حکمت الله «زاهد» د ټولنې د اصلاح په برخه کې د ديني علومو تدريس ته په اشارې سره وويل: له دغو سياليو څخه يې موخه، د حضرت محمد«صلي الله علیه وسلم» له کردار، کړنو او اخلاقو سره د زده کوونکو آشنا کول وو.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، د حضرت محمد «صلي الله علیه وسلم» د سیرت سیالۍ د پغمان ولسوالۍ ښوونځیو د ۱۳۲۲ زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې او د مسئولینو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د دانش لېسې څخه عبدالوهاب لومړی مقام، د ده عربان لېسې څخه صفی الله او مایل په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه وګټل، چې یادو ګټونکو ته کمپیوټرونه، د قرآن کریم قلمي نسخې، موبايلونه، د مطالعې کتابونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د پغمان پوهنې آمر څرګنده کړه، چې له څلورم څخه تر ٥٠م مقامونو پورې ګټونکو ته لاسي، ديوالي ساعتونه، د مطالعې کتابونه او ستاينليکونه ووېشل شول.
مراسم د افغانستان د خلکو د هوساینې او د پوهنې د پرمختګ په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS