په تخار او سرپل ولايتونو کې د ديني مدارسو د زده کوونکو فراغت غونډې تر سره شوې

media-moe
Mon, Feb 26 2024 12:52 PM
145

د سرپل ولایت ګوسفندې ولسوالۍ اړوند د يولتراب فاروقيه له دارالعلوم او د تخار ولايت د طاهري کلي له ديني مدرسې څخه لسګونه حافظان او ط.البان فارغ شول.

د یادو فارغانو د فراغت مراسم په هغو جلا جلا غونډو کې ترسره شول، چې پکې د پوهنې رئيسانو، علماوو، قومي مخورو او د دغو ولايتونو د سيمه ييزو ادارو مسئولينو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیسانو او دیني علماوو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ پرمهال، د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو او ټکنالوژۍ ته د علماوو لاسرسی اړین وباله او د هغوی پر زده کړې یې ټینګار وکړ.

نورو ويناوالو هم د قرآن عظيم الشان د علم په اهميت او د ټولنې په پرمختګ کې د علماوو پر رول خبرې وکړې.

د پورتنیو مراسمو په پای کې پر فارغانو د ستاینلیکونو د وېشلو سربېره، د هغوی پر سرونو د فضیلت پګړې هم وتړل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS