د ځينو ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
Wed, Mar 06 2024 12:01 PM
14

پروان

د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس سید محمد فیضي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د ياد ولایت د مقام مرستیال مفتي محمد ادریس انوري له لوري، د پوهنې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د ياد ولايت د پوهنې نوي رئيس د ا.ا.د عالي مقام د مشرتابه او د پوهنې وزارت له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د پروان ولایت ماشومانو ته به د زده کړو د آسانتياوو برابرولو او په دغه ولایت کې د ښوونيز نظام لاښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.

هرات

د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د ياد ولایت د دولتي او خصوصي ښوونځیو د آمرينو او مدیرانو په ګډون سره غونډه جوړه کړه.

د غونډې پر مهال په تېر ښوونيز کال کې د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو او ستونزو د ارزونې ترڅنګ، په دغه ولایت کې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره د نویو تعلیمي او اداري پلانونو د پلي کولو او د یو لړ بېلابېلو موضوعاتو په اړه لکه: اطاعت او مسئولیت، په ښوونځیو کې د ښوونيز وضعیت لاښه والي، د خیالي زده کونکو له شمېرلو مخنيوی، د سويي آزموینې اخیستلو، وړتیاوو او شرطونو په تړاو بحثونه ترسره او اړين تصميمونه ونيول شول.

ارزګان

د اروزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران د ياد ریاست له آمرينو او مدیرانو سره د لیدنې پر مهال، د دغه ریاست د تیر یو کال لاسته راوړنو، کړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د پوهنې ریاست د کارکوونکو له صادقانه هڅو څخه يې ستاینه وکړه.

خوست

د خوست والي مولوي بسم الله عبدالله د ياد ولایت د پوهنې له نوي رئیس مولوي فیض الله جمال سره د لیدنې پر مهال، د دغه ولایت د پوهنې د وضعیت په اړه د خبرو ترڅنګ،د پوهنې ریاست سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

په پاى کې د خوست پوهنې رئيس د ياد ولايت د والي له ورتګ څخه هرکلى وکړ او د پوهنې په برخه کې يې د نوموړي له ملاتړ ستاينه وکړه.

سرپل

د سرپل ولايت د علماوو شورا شرعي مشورتي غونډه، د ياد ولايت د پوهنې په رياست کې جوړه شوه.

په هغه غونډه کې چې د پوهنې ریاست مشرتابه او جيدو علماء کرامو پکې حضور درلود، هر یو په خپل وار خبرې وکړې او د پوهنې د لا ښه والي په موخه یې خپل نظریات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS