د راستنېدونکو کډوالو زده کونکو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخيستل شوه

media-moe
Sun, Apr 07 2024 12:25 PM
33

د کابل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستانه راستانه شويو ۳۰ تنو هېوادوالو څخه د هغوی د سويې د تثبیت په موخه آزموینه واخيستل شوه.

د دوی په وينا، په پام کې ده، چې د سويې کچې تر معلومېدلو وروسته، ياد زده کوونکي خپلو کورونو ته نيږدې ښوونځيو کې شامل شي، تر څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو، استادانو او یو شمېر علماوو هم حضور درلود، وويل چې د پوهنې وزارت د خپلې تګلارې له مخې، ټولو هېوادوالو ته د ښوونیز چوپړونو وړاندې کول له خپلو بنسټيزو دندو څخه ګڼي او ياد وزارت ژمن دی، تر څو د هېواد په ټولو برخو کې د ځوانانو لپاره د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه نوموړي په آزموينه کې د روڼتيا ډاډ ورکړ.

له بلې خوا يو تن زده کوونکي د نورو په استازيتوب د هېواد د راستنېدونکو ځوانانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS