له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Apr 16 2024 3:23 PM
213

بغلان

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د سيدجمال ښوونځي د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره، د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د يوه لوبغاړي « فضل حق فاروقي » په مالي مرسته کېښودل شوه.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او ورسره مل پلاوي د لومړۍ، دوبمې، درېیمې او شپږمې ناحیو له مسئولینو څخه د دوی د ښوونیزو کړنو له امله څارنه او کتنه وکړه.

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي، د یاد رياست د ټولو څانګو مسئولينو ته لارښوونه وکړه چې د پوهنې وزارت د پروګرامونو او نورو لارښوونو له مخې خپلې کړنې ترسره کړي او له مراجعينو سره له غفلت او نامناسب چلند څخه ډډه وکړي.

بدخشان

د بدخشان ولايت پوهنې رياست د ښوونکو د مسلکي پراختیا د علمي غړو د ٥٦ بستونو د ډکولو په موخه، د آزادې سیالۍ پروسه ترسره کړه، تر څو وړ کسان په یادو بستونو کې وګمارل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS