په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
Tue, Apr 23 2024 12:26 PM
123

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت د شکردرې ولسوالۍ له پوهنې مسئولینو، د ښوونځیو د شوراګانو له غړو او قومي مخورو سره غونډه وکړه.

په یاده ناسته کې د مدارسو او ښوونځیو پر ستونزو او یو شمېر ښوونیزو اړتیاوو د خبرو ترڅنګ، لازم تصمیمونه ونیول شول.

لوګر

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د یاد ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د سیمه ییزه او چټکو زده کړو د ۳۶۲ بابه ټولګیو ۷ زره۴۰۰ تنه زده کوونکو ته ښوونیزې بستې ووېشلې.

کندوز

د کندوز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمداسماعیل ابو احمد، د یاد ولایت په مرکز کې د ۸ بېلابېلو ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د یادې لېسې مسئولینو ته یې د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نیمروز

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولایت په مرکز کې د خواجه عبدالرحمن لېسې د ادارې او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې:

د نيمروز ولايت پوهنې رياست له ٦٠ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيسته.

د یادې پروسې مسئوله کمېټه په پام کې لري، تر څو په ۱۳ اداري بستونو کې وړ کسان د رسمي کارکوونکو په توګه وګماري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS