د مرکز او ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه

media-moe
Wed, May 22 2024 9:18 AM
14

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د ياد رياست د کارکوونکو له کړنو څخه څارنه وکړه او له هغوی يې وغوښتل، چې له مراجعينو سره نېک چلند وکړي او ورسپارل شوې دندې په لاښه توګه ترسره کړي.

پروان

د پروان ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد محمد فيضي د ګلبهار عالي لېسې او دارالحفاظ او د جبل السراج ولسوالۍ د مولانا عبدالرزاق راشد لېسې څخه د لیدنو سربېره، د يادو ادارو اداري او تدريسي چارې وڅېړلې.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده، د یاد ولايت مرکز اړوند د بازارک لېسې، له اداري او درسي کړنو څخه څارنه وکړه او له زده کوونکو څخه يې د فوټبال او ترانې ټېمونه وټاکل.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د محراب الدین، آقا علي شمس عالي لېسو، افغان مستورې منځني ښوونځي او د قیس بن لیث له لومړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د معتمدینو او خدماتي کارکوونکو د څو خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۸۲ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS