په غزني ولایت کې د خاتم الانبیاء مدرسې د رغونې له چارو لیدنه وشوه
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ په خواجه سراب کلي کې د خاتم الانبیاءمدرسې د رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار د کیفیت په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د نوموړي په وينا، د يادې مدرسې رغونه د سيمې د خلکو په مالي مرسته د ١،٧ مېليونه افغانيو په لګښت پيل شوې، چې تر اوسه يې ٥٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د یادې مدرسې بیارغونې په برخه کې د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.