د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کار او کړنو اوونیز راپور

media-moe
Sun, Oct 20 2024 11:48 AM
fgdfh

شنبه د 4/9/1446 څخه تر پنجشنبې 4/14/1446 هجري قمري (21-26 تله 1403لمریز)

په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسئولينو د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د افغان ایتي، راج، تایپل، ريان، عبدالغفور، آسيا، ناهيد شهید او مدثر دانش له خصوصي ښوونځيو څخه ليدنه وکړه.

د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د يادو ښوونځيو تعليمي وضعيت و ارزاوه او د ځينو نيمګړتياوو د له منځه وړلو، د شرعي احکامو د پلي کولو او د پوهنې د کيفيت لاښه والي په موخه يې د يادو تعليمي مرکزونو مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

له بلې خوا د يادو ادارو مسئولينو خپلو ښوونځيو ته د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې د د دعوت او ارشاد ریاست له لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

دغه راز د پوهنې وزارت د مرکزي هستې، د کابل ښار د تعليمي ناحیو او د ولايتونو د پوهنې رياستونو څخه لاسته راغلي راپورونه ښیي، چې تېره اوونۍ هم د مبلغینو له لوري دیني درسونو دوام درلود.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS