د پوهنې وزارت د استخدام رئیس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, Oct 21 2024 12:36 PM
dfg

د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» چې د هرات ولایت د ښوونځیو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د تحلیل په موخه یاد ولایت ته تللی، هلته یې د پوهنې له مسئولینو، آمرینو، د ښوونځيو له ښوونکو او علماءکرامو سره وکتل.

نوموړي په دغه ولایت کې د حاجي دین محمد، شهید احمدشاه، امام ابوحنیفه «رحمه الله»، کورت سفلی او شهید بابا ښوونځيو څخه لیدنه وکړه او د یادو بنسټونو د ښوونیز او اداري وضعیت ارزولو ترڅنګ یې، مسئولین خپلو مسئولیتونو ته متوجې کړل.

په ورته مهال پلاوي د ځایي چارواکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

له بلې خوا د يادو ښوونځيو مسئولينو د ورغلي پلاوي څخه د هرکلي په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ، چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کې به خپلې دندې پرمخ وړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS