د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ یو پلاوی کندز ولایت ته ولاړ

media-moe
Thu, Oct 24 2024 9:54 AM
لاتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري او ورسره مل پلاوی، د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه کندز ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رئیس مولوي حزب الله مبشر، مسئولینو او کارکوونکو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د یاد پلاوي د موخو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي د خپل سفر اساسي موخې، پوهنې ریاست لپاره د یو تن امام او مبلغ معرفي کول او د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب له درسونو څخه څارنه وبلله.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" سیرت او سنتو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او له مسئولینو یې وغوښتل چې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS