د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ
د مولوي جمیل الرحمن احمدي تر مشرۍ لاندې د پوهنې وزارت د عمومي اداري لوی ریاست پلاوی د یو کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته ورسېد. پلاوي کندز ولایت ته رسېدو پرمهال، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر او د پروګرامونو له آمرینو سره وکتل او د ښوونکو لپاره یې د ډله ییزو آزموینو د اخیستلو او د پوهنې اړوند د ښوونکو پینځم او شپږم اداري بستونو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې. د کندز پوهنې مسئولین وايي، په پام کې ده چې د پوهنې ریاست د ښوونکو او مدیرانو د ۱۰۱ خالي بستونو لپاره دوې کمېټې جوړې کړي، د لومړۍ کمېټې دنده دا ده تر څو د غوښتونکو لېست نهایي کړي، او دویمه کمېټه مسئولیت لري، چې په آزموینه کې د غوښتونکو شکایتونه واوري.