د فراه او زابل ولایتونو له ښوونځیو سره د ۲۱۴ زره ډالرو په ارزښت د درسي موادو مرسته وشوه

media-moe
Sun, Nov 24 2024 10:19 AM
یلبقب

یوې مرستندویه ادارې د فراه او زابل ولایتونو د ښوونځیو لپاره د ۲۱۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تعلیمي موادو مرسته وکړه. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د زابل ولایت پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یادو ولایتونو د پوهنې ریاست مسئولینو، چارواکو، علماءکرامو او قومي مخورو ګډون درلود. د زابل پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي د خپلو خبرو پرمهال، د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د زده کوونکو لپاره د اړتيا وړ درسي مواد برابرولو له امله له خلکو څخه وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا په برخه کې د پوهنې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ولسونو او مخورو هم په خپلو خبرو کې د هېواد بچیانو د تعلیمي ستونزو د حل له امله د پوهنې وزارت څخه مننه وکړه او د هر اړخیز ملاتړ ژمنه یې وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS