د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس پروان ولایت کې له معیاري آزموینو څخه څارنه وکړه

media-moe
Sat, Dec 07 2024 12:59 PM
hhj

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، په داسې حال کې چې د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي یې ملتیا کوله، د بګرام باستان په لېسه کې د معیاري آزموینو د اخیستلو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د اساسي او ثانوي زده کړو رئيس وويل، د آزموينې د کنټرول او څارنې موخه د روڼتيا او عدالت تامين او د ښوونځيو د زده کوونکو د آزموينو کيفيت لوړول دي.

نوموړي څرګنده کړه، دغه آزموينه د هېواد په پینځو ولايتونو کې د کلنيو آزموينو په څېر څلورو مضمونونو کې په آزمايښتي ډول په لاره اچول شوې، چې موخه يې د زده کوونکو د آزموينو معياري کول او د زده کړو د کيفيت لوړول دي.

د یادونې وړ ده، چې همدغه آزموينه به د چاريکار ښار صادقي لېسې، جبل السراج ولسوالۍ په جبل السراج لېسې او د بګرام ولسوالۍ په بګرام باستان لېسه کې ترسره شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS