کندهار کې د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۳۰ بابه ښوونځيو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
Sun, Dec 22 2024 11:51 AM

پوهنې وزارت د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت، د کندهار ښار سربېره په ۵ ولسوالیو کې د ۳۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې، د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو، سیمه ییزو چارواکو او مشرانو پکې ګډون درلود، په رسمي ډول پیل شوې.

د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو په وينا، دغه پروژې چې ټاکل شوې په راتلونکو ۵ مياشتو کې بشپړې شي، پکې د درسي ټولګيو اساسي او معياري رغول او ترميمول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به يې د زده کونکو د سرپناه ستونزې هوارې شي.

مسئولینو او زده کوونکو د پوهنې وزارت د دغه نېک اقدام تود هرکلی وکړ او د پوهنیزو بنسټونو په ساتلو او مراقبت برخه کې یې د پوهنې ریاست مشرتابه ته ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS