د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د یو رسمي سفر په ترڅ کې هرات ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ یو پلاوی هرات ولایت ته ورسېد.
په بیل کې یا پلاوي د دغه ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او کلیدي مسئولینو سره په کتنه کې د پوهنیز وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معین وويل چې یاد ولايت ته يې د سفر موخه د ښوونیز وضعيت څېړل او د هرات د پوهنې رياست د املاکو د ستونزو هوارول دي.
له بلې خوا د هرات پوهنې رئيس دغه ولايت ته د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې د معین له سفر هرکلى وکړ او یاد سفر یې ارزښتناک او ګټور وباله.