د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Mon, Jun 30 2025 3:39 PM
14

د پوهنې ریاستونو د اداري او تعلیمي اسنادو د پروسو ساده کولو په اړه سیمینار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له خوا د کابل ولایت پوهنې ریاست د مهمو څانګو مسئولینو او د یاد ولایت د څوارلس‌ګونو ولسوالیو پوهنې آمرینو په حضور کې پیل شو.

لومړی د کابل ولایت پوهنې رئیس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د استازو او متخصصینو څخه د ستاینې او مننې ترڅنګ، د موضوع او د کمېسیون سره د ښې همغږۍ په اړه خبرې اترې ترسره او زیاته یې کړه: "د کابل ولایت پوهنې ریاست تل د چارواکو سره د تعلیمي پروګرامونو د ودې او پراختیا لپاره هڅې کوي."

ورپسې د کمېسیون استازو او متخصصینو هر یو په خپل وار سره د مرکز او ولسوالیو پوهنې په آمریتونو او ادارو کې د چارو ساده کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، چې د مجلس د ګډون‌والو له لوري یې تود هرکلی وشو.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوی سیمینار به دوه ورځې دوام وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS