په هرات ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Mon, Jul 07 2025 3:38 PM
54

د هرات ولایت سفلی ولسوالۍ په بقند کلي کې د حضرت عثمان ذوالنورین «رضی الله عنه» دیني مدرسې ودانۍ، چې د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د متدین او علم دوست شخصیت حاجي صاحب دوست محمد خان په مالي مرسته جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې په معیاري ډول سره جوړه شوې، ۴ درسي خونې، یو محراب جومات او نور اړین ملحقات لري.

د پوهنې مسئولینو په وینا، د یادې ودانۍ په جوړولو سره طلابو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شو.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هرات ولایت د دغه علمي شخصیت له مرستې ستاینه کوي.

د پوهنې وزارت له ښوونیز نظام سره د هېوادوالو له همکاریو قدرداني کوي او دا ډول اقدامات په ټولنه کې د اسلامي زده‌کړو لاښه والي لپاره یو مهم ګام ګڼي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS