د میدان وردګ ولایت یو باب ښوونځي لپاره لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

media-moe
Wed, Aug 20 2025 3:17 PM
545

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د محلي خلکو په ملاتړ د جلریز ولسوالۍ اړوند شهید یعقوبي عالي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د ۸۲۰۰۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم کارولو زمینه برابره کړې ده.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا، دغه سیسټم د ۴ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او په دې برخه کې یې د خلکو او پوهنې شوراګانو له همکارۍ ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پوهنې شوراګانو، سیمه ییزو خلکو او پوهنې مینه والو ښوونځیو ته ورته مرستې کړې دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS