د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د ساینس مرکز ریاست اړوند د کمپیوټرلب لپاره د ۱۷ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د احسان الله حضرتزاده سوداګریز شرکت ته چې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې موقعیت لري، د ۳مېلیونه ۸۱۱ زره ۵۰۰ افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست