د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د کابل ښار د پوهنې او خصوصي زده کړو نوي رئیسان معرفي شول

د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د خصوصي زده کړو پخوانی رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د کابل ښار پوهنې ریاست د نوي رئیس په توګه او د کابل ښار پوهنې پخوانی رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني د یاد وزارت د خصوصي زدهکړو د نوي رئیس په توګه معرفي کړل.
د کیفیت تضمین محترم معین د خپلې پرانیستونکې وینا پر مهال په ادارو کې د بدلون او تقرر ارزښت او اصل بیان کړ، د مسئولیتونو د اهمیت په اړه یې په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او د رئیسانو له معرفي کولو وروسته یې د دواړو رئیسانو د تېرو خدمتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته په نویو مسئولیتونو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړي د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو ته هم یادونه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته جدي پام وکړئ او په دوامداره توګه د خپلو لوړ پوړو چارواکو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ.
د کابل ښار پوهنې پخواني رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په خپله وینا کې د کابل ښار پوهنې ریاست نوي رئیس ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پوهنې وزارت د مشرتابه څخه یې د باور او اعتماد له امله مننه وکړه.
همدارنګه د کابل ښار پوهنې نوي رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې خپل مسئولیت او دنده به په پوره صادقانه توګه ترسره او ټولې چارې به د همغږۍ او یووالي په فضا کې په بشپړ ژمنتیا سره اداء کړي.