د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د کابل ښار د پوهنې او خصوصي زده کړو نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۲:۵۶
sdfs

د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د خصوصي زده کړو پخوانی رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د کابل ښار پوهنې ریاست د نوي رئیس په توګه او د کابل ښار پوهنې پخوانی رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني د یاد وزارت د خصوصي زده‌کړو د نوي رئیس په توګه معرفي کړل.

د کیفیت تضمین محترم معین د خپلې پرانیستونکې وینا پر مهال په ادارو کې د بدلون او تقرر ارزښت او اصل بیان کړ، د مسئولیتونو د اهمیت په اړه یې په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او د رئیسانو له معرفي کولو وروسته یې د دواړو رئیسانو د تېرو خدمتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته په نویو مسئولیتونو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

نوموړي د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو ته هم یادونه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته جدي پام وکړئ او په دوامداره توګه د خپلو لوړ پوړو چارواکو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ.

د کابل ښار پوهنې پخواني رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په خپله وینا کې د کابل ښار پوهنې ریاست نوي رئیس ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پوهنې وزارت د مشرتابه څخه یې د باور او اعتماد له امله مننه وکړه.

همدارنګه د کابل ښار پوهنې نوي رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې خپل مسئولیت او دنده به په پوره صادقانه توګه ترسره او ټولې چارې به د همغږۍ او یووالي په فضا کې په بشپړ ژمنتیا سره اداء کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS