د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
5145

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک پاکو اوبو څاه کیندل شامل دي.

زابل

د زابل ولایت شینکي ولسوالۍ د تجوید القرآن مدرسې لپاره د نویو درسي خونو جوړول د ځایي خلکو په مالي مرسته د ۴۵ زره افغانیو په لومړني لګښت پیل شوي دي.

د پورته ذکر شویو درسي خونو جوړولو وروسته، د ۲۷۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو لپاره به مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست تخنیکي چارواکو په یاد ولایت کې د نماز جای عالي لیسې لپاره د درسي خونو جوړولو پروژه وڅارله او معلومه شوه چې د دغې پروژې کارونه د اړتیا وړ معیارونو سره سم ترسره شوي او د ښه کیفیت لرونکي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۲
Background image

په سرپل کې یوې مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ منبع‌العلوم روحاني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره د مرحوم الحاج دین‌محمد خان د یو شمېر خیرخواه لمسیانو له لوري د ۱ میلیون او ۸۵ زره. . .

BACK TO NEWS