زابل ولایت کې د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Sep 03 2025 3:28 PM
sefgsd

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ اړوند شاه‌حسین لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.

دا پروژه د ځایي خلکو په مالي ملاتړ او د ښوونځي شورا په ګډون پلي کېږي، چې د ودانۍ په پلان کې شپږ درسي خونې او یوه اداري برخه شامله ده او د ځایی خلکو لخوا په ورکړل شوې دوه جرېبه ځمکه کې به جوړه شي.

د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې د شاه‌جوی ولسوالۍ پوهنې آمریت چارواکو، ښوونکو، زده‌کوونکو او سیمه‌ییزو مشرانو ګډون درلود.

چارواکو په خپلو ویناوو کې د ټولنې په اصلاح کې د پوهنې پر اهمیت او د پوهنیز نظام لپاره د عامه ملاتړ پر رول ټینګار وکړ.

د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغې ودانۍ په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ تنو زده‌کوونکي ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS