په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
Thu, Sep 11 2025 9:12 AM
سیباد

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د«ودهُو» منځني ښوونځي ودانۍ، د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۳.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او د پوهنې چارواکو په حضور کې بیا پرانیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن خلکو ته ډاډ ورکړ چې د زده‌کوونکو لپاره د سالم او مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او د وزارت مشرتابه به هڅه وکړي چې په نورستان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې ته لازیاته پاملرنه وکړي.

د یاد ښوونځي په بیارغونه کې د نویو درسي خونو جوړول، د چتونو او ودانۍ بیارغونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابرول شامل دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS