په بلخ ولایت کې د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Wed, Sep 17 2025 11:39 AM
ZSCZ

د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د فردوسي ښوونځي نوې ودانۍ، د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۱۴۱ زره ۷۰۰ ډالرو په لګښت بشپړه او په رسمي ډول د پوهنې چارواکو او سیمه ییزو مخورو په حضور کې پرانیستل شوه.

د بلخ ولایت مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس په خپله وینا کې د پورته ذکر شوي پروګرام د تمویل‌کوونکو څخه د مننې په ترڅ کې د علم او ​​پوهې اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني هم تعلیم په ټولنه کې یو مهم او حیاتي بنسټ وباله او ویې ویل: پورته ذکر شوې ودانۍ، چې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده؛ شپږ درسي ټولګي، شپږ غرفې تشنابونه، د څښاک پاکو اوبو لپاره ژور څاه او نور اړین لوازم لري، چې په پایله کې یې د زده‌کوونکو لپاره خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS