د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو
د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د «پېداګوژي» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ۸ ورځني روزنیز سیمینار پیل شو.
د دغه سیمینار موخه د ښوونکو مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تدریسي کیفیت ښهوالی او د زدهکوونکو د زدهکړې په بهیر کې مثبت بدلون رامنځته کول بلل شوي دي.
د اومنې ولسوالۍ پوهنې آمر وویل چې د ښوونکو روزنه نه یوازې د پوهنیز کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري، بلکې د زدهکوونکو پر فکري، اخلاقي او ټولنیز رشد هم مستقیم اغېز کوي.
د یادونې وړ ده، چې په سروضه ولسوالۍ کې هم د ښوونکو لپاره ورته ۸ ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.
