د پکتیکا ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۲
dvszaf

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۲۵ تنو ښوونکو لپاره د «پېداګوژي» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې ۸ ورځني روزنیز سیمینار پیل شو.
د دغه سیمینار موخه د ښوونکو مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تدریسي کیفیت ښه‌والی او د زده‌کوونکو د زده‌کړې په بهیر کې مثبت بدلون رامنځته کول بلل شوي دي.
د اومنې ولسوالۍ پوهنې آمر وویل چې د ښوونکو روزنه نه یوازې د پوهنیز کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري، بلکې د زده‌کوونکو پر فکري، اخلاقي او ټولنیز رشد هم مستقیم اغېز کوي.
د یادونې وړ ده، چې په سروضه ولسوالۍ کې هم د ښوونکو لپاره ورته ۸ ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS