په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم او بیا پرانیستل شوه
د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د خیرآباد لومړني ښوونځي ودانۍ بیارغونه، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۳۷۲ زره ۷۳۰ افغانیو په لګښت بشپړه او بیا فعاله شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې، د غور ولایت پوهنې چارواکو څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د تعلیمي خدماتو پراخولو ته ژمن دی.
د ساغر ولسوالۍ اوسېدونکو هم د ښوونځیو جوړولو او بیارغونې په برخه کې د پوهنې وزارت د دوامداره پاملرنې ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به تل د پوهنې وزارت سره د پوهنیز کیفیت ښه کولو لپاره همکاري وکړي.
