د کابل ښار اړوند له حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم څخه ۳۵ تنه طلاب فارغ شول

media-moe
Mon, Dec 08 2025 2:33 PM
ظزبظز

د کابل ښار په حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم کې د ۳۵ تنو طلابو او حافظانو د فراغت مراسم، د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت مسئولینو، د اسلامي ا/مارت لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو او استاذانو په حضور کې ترسره شول.
مراسم د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې ویناوالو فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې علمي زده‌کړې د تعلیم په پراخولو او د نورو خلکو د دینی پوهاوي په لوړولو کې وکاروي.
د یادولو وړ ده، چې له دغو فارغانو څخه ۲۹ تنه  یې د حدیثو له برخې او ۶ تنه نور د قرآن‌کریم د حفظ له څانګې څخه فارغ شوي دي.
پورته ذکر شوی دروند محفل، د فارغانو پر سرونو د فضیلت پګړیو تړلو، د تاېیدپاڼو وېشلو او دعائيي په لوستلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS