په هرات ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره ورکشاپ جوړ شو 

media-moe
Mon, Dec 15 2025 10:37 AM
لیب

د مسلکي وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ چې موخه یې "د اغېزمن تدریس او زده کړې هڅول" دي، د هرات ولایت شاوخوا ۱۱۰ تنو د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو، د تدریس مېتودونو پیاوړتیا او د تعلیمي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو باندې تمرکز درلود.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ښوونکو د مسلکي پراختیا لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې په ښوونځیو کې د تدریسي کیفیت ښه کولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS