خوست ولایت کې د ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو
د خوست ولایت پوهنې ریاست، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه، د یاد ولایت د ساینس او ریاضياتو مضمونونو د ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
یاد ورکشاپ د خوست ولایت پوهنې ریاست لخوا پیل شوی او د پلي کولو پروسه یې د ساینس عمومي مدیریت مسلکي غړو لخوا ترسره کېږي.
